د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي چې د یوې همکارې موسسې له لوري د سیمه ییز تخصصي روغتون د مور او ماشوم څانګو او بېړنیو برخو لپاره د طبي وسایلو او مصرفي توکو مرسته ترسره شوې ده. د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امین الله شریف ویلي، چې په یادو مرستو کې د سکشن ماشینونه، پلس او کسیمیټر، ترمامیترونه، نیبولایزر، ای سي جي ليډونه، اکسیجن بلینډر، چپنې او نور اړین توکي شامل دي. نوموړي زیاته کړې، دغه تجهیزات به د روغتون د مور او ماشوم څانګو فعالیتونه لا پسې ښه کړي او د بېړنیو پېښو په مهال به د ناروغانو ژوند ژغورلو کې مهم رول ولوبوي.