د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یې ۲ ټنه بېکیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل سوځولي دي. د مسوولینو په خبره یاد توکي د دغه ولایت له بازارونو او درملتونونو څخه راټول شوي وو او د یو شمېر مسوولینو په حضور کې وسوځول شول. د مسوولینو په خبره د تاریخ تېره او بېکیفیته توکو پلور نه یوازې د عامې روغتیا لپاره جدي خطر دی، بلکې قانوني سرغړونه هم ګڼل کېږي. مسوولینو له هټیوالو او درملتونونو غوښتي چې د دې ډول توکو له پلور څخه ډډه وکړي، کنه د قانوني مجازاتو سره به مخ شي. د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت په بریا سره د هېواد په کچه ډېر شمېر تاریخ تېره او بېکیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او له منځه وړل شوي دي.