د چین د باد بریښنا پروژه / کار
ایډي: 8401779
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او څلور دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-01 02:30
وروستی سمون: 2024-11-01 04:54
بشپړ خبر
د تانګ باسو د بادي برېښنا پروژه چې د چين په جنوب لوېديځ کې موقعيت لري، د پنجشنبې په ورځ په بشپړ ظرفيت سره پيل شوه دا په نړۍ کې د باد د برېښنا تر ټولو لوړ نصب ګڼل کېږي.
دغه پروژه د تبت کورواکه سیمې ته نږدې موقعيت لري چې تر ټولو لوړه نقطه یې ۵۲۰۰ مترو ته او د توربین پورتنۍ برخه یې ۵۳۰۵ مترو لوړوالي ته رسېږي.
دغه راز ویل کېږي دغه برېښنايي مرکز ۲۰ توربینونه لري چې هر یو یې ۱۱۰ متره لوړ دی او ۱۹۵ مترو په اندازه اوږدې پرزې لري چې له دریو هکتارو څخه زیاته ساحه پوښي، دا اندازه د فوټبال د څلورو میدانونو سره برابره ده، او په مناسب باد کې هر توربین په یو وار حرکت کولو سره ۹.۵ کیلو واټه برېښنا توليدوي.
د یادې پروژې عمومي مشر وانګ هونګ لانګ وايي،”د دې پروژې په پیل کولو سره تمه کېږي چې هر کال به ۲۲۳ میلیونه کیلو واټه ساعته پاکه برېښنا توليد کړي چې د ۲۳۰,۰۰۰ خلکو اړتیا پوره کوي، په همدې حال کې به ۷۳,۱۰۰ ټنه سکاره سپموي او د کاربن ډای اکسایډ اخراج به ۱۸۲,۸۰۰ ټنه راکموي، او د ټولنې لپاره د دوامداره برېښنا او د ژمي د تودوخې ترڅنګ، د تبت د انرژۍ سیستم ته به لویه وده ورکړي.