چین-امریکا/د پانګونې محدودیتونه
ای ډي: 8401650
نیټه: د اکتوبر 31، 2024
ځای: چین متحده ایالات
موده: یوه دقیقه او څلور دیرش ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-31 21:04
وروستی سمون: 2024-10-31 22:42
بشپړ خبر
د چین د نړیوالې سوداګرۍ د پرمختیا شورا (CCPIT) د پنجشنبې په ورځ له امریکا وغوښتل چې پر دغه هیواد د پانګونې محدودیتونه چې د امریکايي پانګوالو لپاره د چین بازار ته د ننوتلو مخه نیسي لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ، د متحده ایالاتو د خزانې ادارې اعلان وکړ چې متحده ایالاتو په چین کې د پرمختللي ټیکنالوژۍ په سکتورونو کې د امریکایي اشخاصو او شرکتونو پانګوونې محدودولو لپاره نوي مقررات وضع کړي دي. پدې کې سیمیکنډکټرونه، کوانټم کمپیوټري، او مصنوعي ځیرکتیا شامل دي.
یادې شورا د متحده ایالاتو د مقرراتو په اړه چې په چین کې پانګونه محدودوي سخته اندیښنه څرګنده کړې شورا ویلي چې د قانون جوړونې پروسې په جریان کې یې لیکلی بیان وړاندې کړی، په کوم کې چې استدلال شوی چې دا بندیزونه د ناسمې انګیرنې او ناسمو معلوماتو پراساس دي. دغه کړنې د عادي اقتصادي فشار او تخنیکي ګواښ په توګه بیان شوي دي. شورا همدارنګه زیاته کړې، چې دا اقدامات د متحده ایالاتو ادعا شوي ملي امنیت مسلې نه حل کوي، بلکې د چین او متحده ایالاتو صنعتونو ته زیان رسوي، شورا خبرداری ورکړی چې دغه محدودیتونه د نړیوال اکمالاتو په ډګر کې د چین امنیت او ثبات ته هم ګواښ دی.
بلخوا د چین د سوداګرۍ د ترويج د ادارې وياند سن ژاو یوې خبري ناستې ته ویلي چې د چین او امریکا دواړو سوداګريزې ټولنې هیله لري چې د بازار د اقتصاد د اصولو او عادلانه سیالۍ پر بنسټ د متقابلو ګټو ترلاسه کولو او بریاليو پایلو د ترلاسه کولو لپاره همکاري وکړي. سن ژاو په ټینګار سره له امریکا وغوښتل چې د پانګونې محدودیتونه لرې کړي.