چين-شي/فنلنډ/همکاري
ایډي: 8401368
نېټه: د اکتوبر 29، 2024
ځای: چین
موده:۴۹ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 29-10-2024 05:46
وروستی سمون: 2024-10-29 19:09
بشپړ خبر
د چين ولسمشر شي جين پينګ د سې شنبې په ورځ په پلازمېنه بېجينګ کې د فنلنډ له ولسمشر الکساندر سټوب سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې هېواد یې له فنلنډ سره د ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کار کولو ته چمتو دی.
نوموړي له خپل فنلنډي سیال الکساندر سټوب سره د خبرو پر مهال زیاته کړې، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په وروستۍ درېيمه غونډه کې د چين د عصري کېدو د پرمخ بېولو لپاره د ژورو اصلاحاتو روښانه پلانونه وړاندې شول او زياته یې کړه چې دغه بدلونونه به د چين او فنلنډ ترمنځ د همکارۍ نوي فرصتونه او د نړيوال پرمختګ ملاتړ رامنځته کړي.
ده ژمنه وکړه چې له ښاغلي سټوب سره به د چين او فنلنډ ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کار کوي.
شي جين پينګ دغه راز وویل، چمتو دی چې د ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا، د دوستۍ د دود د پياوړتيا، او د چين او فنلنډ ترمنځ د راتلونکي همکارۍ لپاره ګډ کار وکړي. دا ملګرتیا به دواړه هېوادونو او د دوی خلکو ته ګټې ورسوي او د نړیوالې سولې او پرمختګ ملاتړ به هم وکړي.
د یادونې وړ ده چې د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب د اکتوبر له ۲۸مې څخه تر ۳۱مې پورې د ښاغلي شي جين پينګ په بلنه چين ته په رسمي سفر بوخت دی.