چین ټېکنالوژۍ /تعلیم/ لارښود
ایډي: 8401107
نېټه: د اکتوبر 26، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او پنځه ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 27-10-2024 06:14
وروستی سمون: 2024-10-27 06:18
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې، چین داسې یو لارښود خپور کړی چې له مخې به یې په تعلیمي سکتور کې د مصنوعي ځیرکتیا څخه په اغېزمنه توګه کار واخیستل شي. د دې لارښود په مرسته به ښوونځي وکولی شي چې په چټکۍ سره د تدریس پروسې ته د دې ټېکنالوژۍ ادغام پراخ کړي، څو د زدهکړې او ښوونې پروسې لا اغېزمنې او پرمختللې کړي.
دغه لارښود د بېجينګ د ښاروالۍ د پوهنې کمېسيون د ډيجيټل زده کړو د پرمختګ په اړه په يوه کنفرانس کې خپور شو.
لارښود د زده کړې په شپږو مهمو برخو کې د ۲۹ عام حالتونو لپاره مقررات بیانوي او هر کال د نوې ټېکنالوژۍ پرمختګونو او تدریسي اړتیاوو سره سم تازه کېږي.
دغه راز د زده کوونکي متمرکز مېتود په کارولو سره ښوونځي هڅول کېږي چې مصنوعي ځیرکتیا د نصاب په جوړولو، د زده کړې شخصي پلانونو رامنځته کولو، او د تعلیمي پایلو د لوړولو لپاره د ډیټا تحلیل کې وکاروي.
د بېجينګ د ښوونیزو علومو د اکاډمۍ د بنسټیزو زده کړو او ښوونیزو څېړنو د مرکز مرستيال ژان ويهوا د چين له مرکزي ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل چې په اجباري زده کړو کې اړین نصاب د زده کوونکو لپاره د څو برخو موضوعاتو زده کړې ۱۰ سلنه شاملوي، او دا لارښود به ښوونکو سره مرسته وکړي، څو د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د خپلمنځني زده کړو مهارتونه ښه کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه لارښود د لوستلو، فزیکي روزنې، هنر ښوونې، او شخصي رواني ملاتړ په برخه کې د تعلیم لپاره د AI کارولو اهمیت باندې ټینګار کوي، او د شخصي محرمیت او حساس معلوماتو په کلکه ساتنه اهمیت هم په ګوته کوي.