د چین – اسعارو د تبادلې تړون/جاپان
ایډي: 8400875
نېټه: وروستۍ
ځای: چین جاپان
موده: یوه دقیقه او یولس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 25-10-2024 09:18
وروستی سمون: 25-10-2024 09:22
بشپړ خبر
د چین د خلکو بانک او د جاپان بانک په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دواړو هېوادونو د شاوخوا ۲۸ میلیارده امریکایي ډالرو یا ۳.۴ تریلیونه جاپاني ین په ارزښت د دوه اړخیزو اسعارو د تبادلې تړون نوی کړ، چې په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او مالي ثبات په وده کې مرسته وکړي.
د چین مرکزي بانک په وینا، دغه تړون به د دریو کلونو لپاره د اعتبار وړ وي او د دوه اړخیز رضایت له مخې تمدید کېدای هم شي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې، د چین د خلکو بانک (PBOC) د جاپان مرکزي بانک سره د اسعارو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړی و. د دې تړون له مخې، دواړو بانکونو ته اجازه ورکړل شوه چې تر ۳.۴ تریلیونه ین تبادله وکړي.