چین-خصوصي سکټور/صنعتي تولید/Q1-3
ایډي: 8400524
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اولس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 23-10-2024 06:48
وروستی سمون: 23-10-2024 06:52
بشپړ خبر
چینايي چارواکي وايي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو ربعو کې د هېواد خصوصي سکتور په صنعتي تولید کې ثابته وده ښودلې ده. دوی زیاتوي چې په ثابتو شتمنیو، لکه ودانیو او تجهیزاتو کې پانګه اچونه لا نوره هم زیاته شوې، او د دې پانګونې جوړښت هره ورځ ښه کېږي.
د چارواکو په وینا، د جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې د صنعتي تولیداتو د ودې کچه او له خصوصي اقتصاد سره تړلې ګټې هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیاتې شوې دي. دوی زیاتوي چې د نوي انرژی وسایطو، مدغم سرکیټونو، او د D3 چاپ کولو تجهیزات، چې په کې خصوصي اقتصاد د پام وړ ونډه لري، د تولید کچه د ۲۰ سلنې څخه ډېره لوړه شوې ده.
دوی دغه راز ویلي، چې په ریښتیني اقتصاد کې خصوصي پانګونه هم روان کال د ښه پرمختګ شاهده وه.
دغه راز په همدې موده کې په ثانوي صنعت کې خصوصي پانګونه ۱۳.۲ سلنه زیاته شوې ده، چې له دې جملې څخه په تولیدي سکتور کې پانګه اچونې هم ۱۱.۶ سلنه وده کړې، چې دا د تولید سکتور کې د عمومي ودې په پرتله ۲.۴ سلنه لوړه ده.
د یادو چارواکو په خبره، د اغېزناکې پانګې اچونې د زیاتوالي لپاره د پالیسۍ اغېزې په تدریجي ډول راڅرګندې شوې چې دا وده د پانګونې په برخو کې مثبت بدلونونه ښیي.
په دې موده په ټول هېواد کې په ثابتو شتمنیو کې ټولټال۵.۳ تریلیون امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه شوې چې د تېر کال په پرتله د ۳.۴ سلنه زیاتوالی څرګندوي، چې د جنوري څخه تر اګست پورې د ورته ودې کچې سره برابره ده.