د چین-ریلوې کارګو ټرانسپورټ/Q3
ای ډي: 8400001
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده:۵۵ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-20 01:31
وروستی سمون: 2024-10-20 01:34
بشپړ خبر
د چين د دولتي اورګاډي ګروپ شرکت خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د اورګاډي بار وړونکي ټرانسپورټ د روان کال تیرو درېیو میاشتو په ترڅ کې تر یو میلیارد ټنه زیات مالونه انتقال کړي، چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله ۳.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، بار وړونکو اورګاډو په جولای، اګست او سپتمبر میاشت کې څه باندې۵۲۰ میلیونه ټنه سکاره لېږدولي چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله۳.۵ سلنه زیاتوالی څرګندوي، دغه راز د چين له شمال لويديځ شينجيانګ کورواکې سيمې څخه هم نږدې ۲۱.۵۹ میلیونه ټنه سکاره لیږدول شوي چې دا هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي او په اغېزمنه توګه د مهمو سوداګریزو شرکتونو د سکرو اړتیاوې پوره کوي.
په همدې موده کې ۹.۵۸ میلیونه کانتینرونه د اورګاډي له لارې لېږدول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۷.۳ سلنه زیاتوالی لري.
یاد شرکت دغه راز ویلي، چې سږ کال د اورګاډي شرکتونو ۴۶۵ لوژستیکي قراردادونه لاسلیک کړي او په ټولیز ډول یې ۴۸۵ میلیونه ټنه مالونه لېږدولي دي.
د اورګاډي د کارګو ټرانسپورټ په برخه کې د بازار پر بنسټ د نرخونو اصلاحاتو معرفي کولو له امله، روان کال شاوخوا له ۵.۹۶ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیات سوداګرۍ ته سپما شوې ده.