چین – سړه څپې
ای ډي: 8399914
نېټه: د اکتوبر 18-19، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او یوه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-19 05:23
وروستی سمون: 2024-10-19 05:28
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې، له تېرې جمعې ورځې راهیسې د چین په شمالي او ختیځو سیمو کې د سختې سړې هوا څپه روانه ده، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه راټیټه کړې ده.
ویل کېږي د پنجشنبې ماښام راهیسې د شان دونګ په ختیځ کې پراخ بارانونه شوي، چې ځینې سیمې یې سختې ځپلې دي. همدارنګه په چینګ داو ښار کې هم د سختو بارانونو له کبله د سړکونو د اوبو ډنډېدو او په ځینو سیمو کې د سیندونو د سطحې لوړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
سربېره پر دې، د چین په دیژو ښار کې د تودوخې درجې ناڅاپه راټیټیدو ځايي خلک اړ کړي چې تودې جامې او دستکش وکاروي.
د دغه ښار یو اوسیدونکي یانګ وویل، چې د پروني باران وروسته هوا یخه شوې ده او اوس د یخ احساس کېږي. هغه زیاته کړه، کله چې زه نن سهار په خپل بریښنايي موټرسایکل سپور شوم، مجبوره شوم چې ګرمې جامې واغوندم، ځکه هوا ډېره یخه وه.
په همدې حال کې د چين په شمال کې د هيبي ولايت هم د سړې هوا له امله اغېزمن شوی او په پراخه کچه د سختو بارانونو او د تودوخې درجې له ناڅاپي راټیټدو سره مخ دی. دې ولایت د شنبې په ورځ د سړې څپې له کبله یو خبرداری خپور کړ، چې د دې اونۍ په پای کې به په ډیری سیمو کې د تودوخې درجه له ۱۰ څخه تر ۱۲ درجو پورې راټیټه شي.
د هيبي د هانډان ښار يو اوسيدونکي شاو جيان چاو وویل، ټوله شپه باران وشو چې ورسره هوا یخ شوې ده کله چې نن سهار بهر ته ووتم د یخې هوا له کبله مې تورې جامې واغوستې.