د چین فورم/نړیوال سوېل
ایډي: 8399604
نېټه: د اکتوبر 16، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او یولس ثانیې
سرچینه: CCTV
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-17 21:31
وروستی سمون: 2024-10-17 21:34
بشپړ خبر
د نړۍ د جنوبي هېوادونو د فکري مرکزونو غونډه د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره شوه، چې پکې د پرمختیايي هېوادونو مشران او کارپوهان د سولې، پرمختګ او امنیت په څیر پر مهمو نړیوالو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
دغه فورم د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نړيوالې څانګې او د چين د رسنيو د ګروپ له لوري په ګډه جوړ شوی و، چې موخه يې د لا خوندي او هوسا راتلونکي لپاره د خبرو اترو هڅول و.
په دې غونډه کې د نړۍ له ۷۶ هېوادونو او سیمو څخه سیاسي شخصیتونو، حکومتي استازو، شنونکو، پوهانو او ګڼ شمېر خبریالانو ګډون کړی و.
د یادې غونډې پر مهال د نړۍ د جنوبي قطب هېوادونو څخه څه باندې ۴۰ فکري مرکزونو په ګډه یو نوښت خپور کړ، چې موخه یې د پرمختیایي همکاریو وده، د عدل او انصاف پر بنسټ د سولې، امنیت، سوکالۍ او ټولو لپاره پرمختګ شامل و.