یکشنبه, مارچ 8, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

شنونکي:د چین د پوځ تمرینونه د تایوان په شاوخوا کې د بیلتون غوښتونکو فکرونه له منځه وړي

STR NEWS by STR NEWS
اکتوبر 15, 2024
3 0
0
شنونکي:د چین د پوځ تمرینونه د تایوان په شاوخوا کې د بیلتون غوښتونکو فکرونه له منځه وړي
4
SHARES
16
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8399166.webm

تبصره، د چین د خلکو د آزادۍ اردو تمرینونه / د تایوان ټاپو

ای ډي: 8399166

نېټه: د اکتوبر 14، 2024

ځای: چین

موده: یوه دقیقه او یولس ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-10-15 02:03

وروستی سمون: 2024-10-15 21:03

بشپړ خبر

د چین میډیا ګروپ سره تړلی د رییوټینټین ټولنیز پلیټ فارم په خپله تبصره کې ویلي،چې د روان ۲۰۲۴ کال د چین د خلکو د آزادۍ اردو (PLA) ګډ پوځي تمرینونه چې د تایوان د ټاپو په شاوخوا کې د ختیځ تیاتر قوماندې لخوا ترسره شوي د ټاپو د مشر هغه هیلې له منځه وړي چې د چین څخه د جلاکیدو هڅه کوي.

د دوشنبې په ورځ د چین د ختیځ تیاتر قوماندې خپل پوځ، سمندري، هوايي او راکټي ځواکونه د تایوان تنګي او شاوخوا سیمو کې د پوځي تمرینونو لپاره واستول. له دې وروسته، د چین ساحلي ساتونکو وویل چې د دوی څلورو بېړیو د تایوان ټاپو په شاوخوا کې د قانون پلي کولو او څارنې ګزمې ترسره کړې.

دا تمرینونه د تایوان د مشر لای چینګ تی د اکتوبر میاشتې د لسمې نیټې وینا ته مستقیم عکس العمل دی چیرې چې هغه د تایوان د خپلواکۍ لپاره د بهرني ملاتړ تکیه کولو هیله څرګنده کړه.

تایواني شنونکي وايي، چې د لای لخوا د دوه دولتونوتیوري ته وده ورکول او د یو چین اصول رد کول پدې معنی دي چې د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) تمرینونه د وړاندوینې وړ کړي دي. دوی ټینګار کوي چې چین به د خپلواکۍ په اړه هر ډول هڅو ته په کلکه ځواب ورکړي او څرګنده یې کړه چې د دې هڅو پر وړاندې به جدي اقدام وکړي.

دوی دغه راز څرګندوي،چې لای ته د تایوان د خپلواکۍ د ملاتړي او سولې ته د ګواښ په سترګه کتل کېږي، نو د خپلواکۍ د پلوي غورځنګونو پر وړاندې قوي اقداماتو ته اړتیا ده ځکه چې د چین د اصلي ټاټوبي پیغام روښانه دی چې له امله به یې بېلتون غوښتونکي  د خپلو خبرو پر اساس له سختو پایلو سره مخ شي د چین د ځواک او هوډ له مخې، د تایوان بېلتونپالنه یوازې یو خیال دی چې په پای کې به ناکام شي.

شنونکي زیاتوي چې دغه تمرینونو ښودلې چې اصلي ځمکه په مؤثره توګه د بیلتون غوښتونکو سره مبارزه کولی شي، او د چین اصلي ټاټوبي او تایوان دواړو نظامي کارپوهانو د خپلواکۍ د هڅو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه منلي دي.

شنونکي د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) د ختیځ تیاتر قوماندې د ۵ بجو د تمرینونو د اعلان اهمیت ته اشاره کوي، چې ددغه ځواک د چمتووالی او د ژر ځواب ورکولو وړتیا څرګندوي. دا وخت د ګړندي عمل لپاره د دوی چمتووالی ښیي او د تایوان د دفاعي ځواکونو لپاره د عکس العمل کم فرصت ورکوي.دوی وايي دغه پوځ چمتو دی چې د اوږدې جګړې د مخنیوي لپاره د بیلتون غوښتنې هر ډول هڅې په چټکۍ سره سمبال کړي.

د دوی په وینا دغه تمرینونه په شپږو بیلابیلو سیمو ویشل شوي او ترسره شوي دي،چې دوه د تایوان تنګي دوه د تایوان ټاپو په ختیځ،او یو یې د ټاپو په شمال او سویل کې چې دا ستراتیژیک موقعیتتونو باندې دغه تمرینونه د بیلتون غوښتونکو هڅو باندې به فشار نور هم زیات کړی.

تایواني شنونکي په دې باوري دي،چې د پخوانیو پوځي تمرینونو په پرتله، اوسنی جوړښت یو ډېر هدفمند محاصره ښیي، چې دا څرګندوي چې بیلتون غوښتونکي ځواکونه په مؤثره توګه محاصره شوي دي.

پوځي کارپوهانو په دې هم ټینګار کړی چې دغه تمرینونه د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA)  وړتیا ښیې چې د ګډو عملیاتو ترسره کولو او له ټولو اړخونو څخه د فشار پلي کولو وړتیا او د هراړخیز بندیز رامینځته کولو وړتیا د پام وړ کموي چې د لای چینګ تی ادارې ته د تش په نامه دفاعي ځای شتوالی کموي.

د تایوان ځینې رسنۍ راپور ورکوي چې د لیدل شوي تاکتیکونو سربیره، د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) نورې عملي وړتیاوې لري چې دوی ته اجازه ورکوي چې په مؤثره توګه دښمنان مات کړي.

تمرینونو د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) بشپړ ځواک څرګند نه کړ، خو دا ښيي که لای او نور بیلتون غوښتونکي د خپلواکۍ لپاره هڅو ته دوام ورکړي، نو پر  وړاندې به یې نور عملونه  ترسره شي. دې تمرینونو دیادو ځواکونو وړتیا وښوده چې د بیلتون غوښتنې سره مبارزه وکړي او د دې غوښتنې په بشپړ ډول له منځه وړلو لپارهیې یو قوي هوډ هم څرګند کړ.

شنونکي وايي،د اکتوبر په لسمه نېټه د لای وینا په ښکاره توګه د “تايوان د خپلواکۍ” د ناسمېج۰ مفکورې ملاتړ وکړ او دروغ يې خپاره کړل ترڅو داسې انګیرنه رامنځته کړي چې “د تايوان خپلواکي” یو معقول هدف دی.

د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) تمرینونه د لای غلطو هیلو ته یو روښانه او قوي ځواب وو، چې دا تقویه کوي چې د یو چین اصول، چې د چین اصلي ټاټوبي او تایوان دواړه پکې شامل دي، یو سخت قانون دی چې سرغړونه  ور څخه نشي کولی.

دغه شنونکو په خپلو تبصرو کې زیاته کړې،چې د تايوان خلک په دې پوهيږي چې اصلي ټاټوبی (چين) هوډ لري چې د خپلواکۍ لپاره د هر ډول خوځښت مخه ونيسي او د خپل ملي يووالي او خاورې ساتنه وکړي.دوی دغه راز تمه لري چې د لای له وینا وروسته به نظامي اقدامات هم ترسره شي.

د رسنیو راپورونه په ډاګه کوي، چې په تیرو دوو کلونو کې د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) د تایوان په هدف څلور لوی پوځي تمرینونه ترسره کړي، چې هر یو یې د تېر په پرتله ډیر شدید او ټاپو ته نږدې شوی دی.

شنونکي وايي،د چین د خلکو دغه ځواک یوازې خپل عضلات نه څرګندوي، بلکې دوی د حقیقي عمل لپاره هم چمتو دي، که هغه په روزنه کې وي یا په حقیقي جګړه کې.

تایواني شنونکو دغه راز ویلي،چې اصلي ټاټوبی(چین) په دوامداره توګه د صادقانه ارادې سره د سوله ایز یووالي تعقیب کړی دی. خو خبرداری ورکوي،که څوک پر خپلواکۍ ټينګار وکړي او د هېواد د وېشلو هڅه وکړي، په کلکو غبرګونونو سره به يې په پرېکنده توګه ماتې ورکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي
روغتیا

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026
هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي
وروستی خبرونه

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026
امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي
وروستی خبرونه

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved