ایډي: 8399004
نېټه: د اکتوبر 13، 2024
ځای: چین
موده: دوه دقیقې او پنځلس ثانیې
سرچینه: CCTV
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-14 00:36
وروستی سمون: 2024-10-14 18:08
بشپړ خبر
له چین مېډیا ګروپ سره یوې ټولنیزې رسنۍ په یوه تازه خپره شوې تبصره کې ویلي، چې لای چینګ تي چې د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ کوي، دروغجن او ګډوډي رامنځته کوونکی دی. تبصره ټینګار کوي چې د هغه کړنې به د تایوان د تنګي په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره خطر جوړ کړي.
د اکتوبر په لسمه نېټه لای چنګ تي یوه وینا وکړه چېرې چې په ښکاره یې د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ وکړ. هغه دروغ هم خپاره کړل څو دا مفکوره معقوله او منطقي وښيي.
مګر په واقعیت کې، نوموړي د خلکو باور له لاسه ورکړی دی، ځکه چې هغه د جزیرې د خلکو اندېښنې نه دي په پام کې نیولې او د واک له اخیستو راهیسې یې د خپلواکۍ پلوه کړنو لپاره په کلکه ټینګار کړی دی. د دې لپاره چې خلکو ته دروغ ووایي، هغه دا وینا په دقت سره چمتو کړې.
خو په ټاپو کې عامه افکارو د لای دروغ پېژندلي او د تایوان تنګي کې د تاوتریخوالي زیاتولو او سولې ګډوډولو لپاره یې د هغه هدف څرګند کړی. د سيمه ييزو رسنيو له خوا په مرکو کې زياتو ځوانانو ویلي، چې چين د تايوان په شمول د ټولو چينايانو ستره مورنی ټاټوبی دی او وايي چې موږ د تنګي په دواړو غاړو کې چينايان يو.
د تایوان په ټاپو کې پوهان وايي چې لای چینګ یوازې غواړي د درواغجنو څرګندونو له لارې د پرېکړه نه کوونکو او ځوانو رایه ورکوونکو باور ترلاسه کړي.
په ټاپو کې ډېری رسنیو مقالې خپرې کړې چې پکې ویل شوي چې د تاریخي او کلتوري لیدونو له مخې د تایوان خلکو مورنی ټاټوبی چین دی. په دې وروستيو کې يو تايواني وګړی چې له لبنان څخه د ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې ايستل شوی و، په يوه مرکه کې وويل،د چين اصلي ټاټوبی زموږ د تايوان له خلکو سره يو شان چلند کوي، زه په دې پوهېږم چې زما مورنی ټاټوبی چين دی.
لای په خپله وینا کې د تایوان په نوم د حاکميت په نامه هم يادونه کړې، خو نړیوالو اسنادو په واضح ډول څرګنده کړې چې د خلکو د جمهوریت حکومت د چین یوازنی قانوني حکومت دی چې د ټول چین استازیتوب کوي. دغه حکومت په بشپړه توګه د چین د ټولو برخو، په شمول د تایوان، پر وړاندې خپلواکي لري.
لای چینګ د تایوان د خپلواکۍ په اړه د ګمراه کوونکو نظریاتو د ودې لپاره سخت کار او هڅه کړې، او د دې تاریخي تضادونو پلورلو لپاره له خپل فریب سره یې زیات دلیلونه هم کارولي. خو هغه نه شي کولی هغه رامنځته شوی نظر بدل کړي چې د تایوان تنګي دواړه خواوې د یوه چین برخه ده. د جزیرې د عامه نظر له مخې، هېڅوک د دوه دولتونو تیوري ملاتړ نه کوي، چې دا یو غیر واقعیت لیدل کېږي.
لای په ټاپو کې د سولې لپاره د خلکو له هیلو څخه ښه خبر دی، نو هغه د “سولې د یقیني کولو لپاره د ځواک تکیه کول” تبلیغ وکړ او د منافق او ناوړه “د سولې د دفاع” تیوري یې وکاروله، څو خلک د هغه سره د “تایوان خپلواکۍ” تعقیب کړي. د تایوان د اوسنیو چارو مبصر لای یوه چیان دې ته اشاره وکړه چې د ټاپو خلک په دې اړه ډېر څه وايي چې ایا د لای چینګ “د سولې د دفاع” نظریه د اعتبار وړ ده که نه. هغه څه چې خلک ویني دا دي چې له هغه وخت راهیسې چې لای واک په غاړه اخیستی، هغه د “تایوان خپلواکۍ” تعقیبولو لپاره مخ په زیاتېدونکي تمایل ښودلی، او د تنګي ترمنځ اړیکې ډېرې کړکېچنې شوې دي.
لای پوهېږي چې په ټاپو کې خلک سوله غواړي، نو هغه د “سولې د یقیني کولو لپاره په ځواک تکیه” نظریه هڅوي. هغه د ګمراه کوونکې یا “د سولې د دفاع” تیوري کاروي څو خلک د “تایوان د خپلواکۍ” ملاتړ ته وهڅوي. یاده خپره شوې تبصره دې ته اشاره کوي چې خلک په دې اړه وروستی نظر لري چې ایا د لای چینګ “د سولې د دفاع” نظریه د باور وړ ده او کنه.
خو حقیقت دا دی چې که څوک د “تایوان خپلواکي” تعقیب کړي نو بیا سوله نشته.
په جزیره کې ډېری شنونکي وايي چې ترټولو د خندا وړ خبره دا ده چې لای چینګ چې د نړیوالې ټولنې لخوا د ماجراجو شخص په توګه پېژندل کېږي، اوس هم هڅه کوي چې دا فکر رامنځته کړي چې ټوله نړۍ د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ کوي.
په ټوله نړۍ کې ١٨٣ هېوادونو له چين سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې او تايوان يې د چين يوه برخه ګڼلې ده، او دغه راز د يو چين اصل د نړيوالې ټولنې له خوا په پراخه توګه ملاتړ شوی دی.
لای چینګ باید په یاد ولري چې کله هغه د ټاکل شوي مشر په توګه اعلان شو، ناؤرو هېواد فوراً له تایوان سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې. دغه راز څو نورو ډیپلوماتیکو متحدینو هم د تایوان د پرېښودو ورته کړنې وکړې.
د یادونې وړ ده، ذچې د تېرې سپتمبر میاشتې په پای کې له پاراګوای څخه یوه پارلماني ډله چې د تایوان یوازینی ډیپلوماتیک متحد دی، چین ته لاړه د دې ډلې مشر ګارسیا میندز هغه وخت د خپل سفر پر مهال ویلي و، چې زه په دې باور یم چې د پاراګوای اقتصادي وده له چین سره ډیپلوماتیکو اړیکو ته اړتیا لري او په نړۍ کې یوازې یو چین دی.
په ټاپو کې پوهان وايي چې لای چینګ په متحده ایالاتو او لوېدیځ کې د چین ضد ځواکونو ملاتړ کوي، څو د استبدادي رژیم پروړاندې د ډیموکراسۍ ستړې مفکورې ته وده ورکړي. له بلې خوا، تایوان ته د متحده ایالاتو د وسلو د پلور او نظامي مرستې وروستي دسیسې هم ښیي چې تایوان یوازې د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.
د امریکایي رسنیو وروستي راپورونه په ډاګه کوي چې د “پیټریوټ” توغندیو سیسټم او د “پایو پاو” رادار سیسټم چې د متحده ایالات لخوا په تایوان یې پلورلی د نرخ درغلۍ کې ښکېل دی. په جزیره کې یو شمېر رسنیو هم راپور ورکړی چې د تایوان سره د متحده ایالاتو نظامي مرستې د کیفیت څرګندې ستونزې لري.
امریکایي رسنیو په دې وروستیو کې افشا کړه چې د “پیټریوټ” توغندیو سیسټم او “پایو پاو” رادار سیسټم چې متحده ایالاتو په تایوان پلورلی د نرخ درغلۍ کې ښکېل دي. د تایوان په ټاپو کې یو شمېر رسنیو هم راپور ورکړی چې د تایوان سره د متحده ایالاتو نظامي مرستې د کیفیت څرګندې ستونزې لري لکه زنګ شوي تجهیزات، وخت ختم شوي مهمات، او د بلټ پروف واسکټونه.
په ټاپو کې ډېری خلک په دې باور دي چې د “تایوان خپلواکي” تعقیب به په حتمي توګه د جګړې او ناورین لامل شي، نو دوی به د لای چینګ په هدایت پرمخ لاړ نه شي. د لای دروغ یوازې هغه کسان غولولی شي چې له وضعیت څخه ناخبره دي. د هغه د تش په نامه د اکتوبر میاشتې د لسمې نېټې وینا به د اصلي ټاټوبي له سخت غبرګون سره مخ شي. حقایق به وښيي چې د “تایوان خپلواکۍ” تعقیب به ښه پای ته ونه رسېږي او یوازې د تایوان خلکو ته به زیان ورسوي.