چین-پیسو پورونه
ای ډي: 8399173
نېټه: د اکتوبر 14، 2024 / فایل
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اولس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-14 09:01
وروستی سمون: 2024-10-14 14:17
بشپړ خبر
د چین د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين بانکونو شاوخوا ۲.۲۷ ټريليون امريکايي ډالرو په ارزښت پورونه ورکړي دي، چې دا د اقتصادي فعالیتونو او د پانګونې لپاره د مالي ملاتړ د زیاتېدو څرګندونه کوي.
د یاد بانک په وینا، په روان ۲۰۲۴ کال کې کورنیو ته شاوخوا ۱.۹۴ ټریلیون یوانو په ارزښت پورونه ورکړل شوي دي، په ورته وخت کې شرکتونو ۱۳.۴۶ ټریلیون یوانو پور اخیستی، او د غیر بانکي مالي موسسو پورونه هم ۱۸۸.۷ میلیارد یوانو ته رسېدلي.
د معلوماتو له مخې د سپتمبر میاشتې تر پایه د چین د پیسو مقدار، چې نغدې پیسې او د تقاضا زېرمې پکې شاملې دي، ۶۲.۸۲ ټریلیون یوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال په پرتله ۷.۴ سلنه کموالی څرګندوي. همداراز، د پیسو ټول مقدار، چې نغدې پیسې او ټولې زېرمې پکې شاملې دي، د تېر کال په پرتله بیا ۶.۸ سلنه زیاتوالی موندلی او ټولټال ۳۰۹.۴۸ ټریلیون یوانو ته رسېدلې ده.
په لومړیو نهو میاشتو کې د دغه هېواد د ټولنیز تمویل اندازه ۲۵.۶۶ ټریلیون یوانه و، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳.۶۸ ټریلیون یوانه کموالی په ګوته کوي په داسې حال کې چې د تېرې میاشتې په پای کې د یوانو پورونو مجموعي اندازه ۲۵۳.۶۱ ټریلیون یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله بیا ۸.۱ سلنه زیاتوالی ښیي.