د ویتنام – چینایي لومړي وزیر / راتګ
ایډي: 8399009
نېټه: د اکتوبر 12، 2024
ځای: ویتنام لاوس
موده: ۴۳ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-13 05:31
وروستی سمون: 2024-10-13 05:36
هانوی، ویتنام – د اکتوبر 12، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې، د چین لومړي وزیر لي چيانګ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د خپل ویتنامي سیال فام مين چن په رسمي بلنه د يکشنبې په ورځ دغه هېواد ته ورسېد.
لي چيانګ ته د ويتنام د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير بوي تاه سون په هوايي ډګر کې ښه راغلاست ووايه.
نوموړي د یادې کتنې پر مهال ویلي، چې د چين او ويتنام اړيکې په دوامداره توګه وده کوي، او چين چمتووالی ښودلی چې له ويتنام سره د ګډې راتلونکې د جوړولو لپاره همکاري لا نوره هم ژوره کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.
یاده دې وي، چې ویتنام د ښاغلي لي چيانګ د روان اسیايي سفر دوهم تمځای دی. تر دې وړاندې هغه لاوس ته د ختیځې آسیا د همکارۍ په اړه د مشرانو په يو لړ غونډو کې د ګډون او رسمي سفر لپاره تللی هم و.