بلجیم-چینایي بریښنايي موټر/تعرفه/د سوداګرۍ خونه
ایډي: 8398409
نېټه: د سپتمبر 27، 2024/وروستی
ځای: بلجیم- یونان
موده: یوه دقیقه او یو دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-09 00:50
وروستی سمون: 2024-10-09 05:35
بروکسل، بلجیم – د جون 27، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
په اروپايي ټولنه کې د چين د سوداګرۍ خونې عمومي منشي فانګ دونګ کوی، په یو تازه بیان کې ویلي، چې اروپايي ټولنه بايد د چيني پانګوالو لپاره د پانګې اچونې يو باثباته، شفاف، او ازاد اقتصادي چاپېريال برابر کړي.
د نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه راپورته شوې چې اروپایي اتحاديي له چین څخه وارد شویو بریښنايي موټرو باندې د یادې ټولنې موجوده ۱۰ سلنې اضافي تعرفو سربېره د (۳۵.۳) سلنې نورې نوې اضافي تعرفې وضع کولو پرېکړه تصویب کړه.
ښاغلي فانګ زیاته کړې، چې دا پرېکړه یوازې د بریښنایي موټرو (EV) صنعت ته محدوده نه ده، بلکې د اروپایي اتحادیې په لوړې ټېکنالوژۍ، انرژۍ، زېربناوو او نورو سکتورونو کې د پانګونې بهیر ته هم زیان رسوي. هغه ټینګار وکړ چې د تعرفو وضع کول چینایي پانګوالو ته یو واضح پیغام ورکوي، چې اروپایي اتحادیه د دوی د پانګونې مخه نیسي. فانګ وویل هيله لري چې اروپایي اتحادیه به د چینایي پانګوالو لپاره د پانګونې لا زيات باثباته او پرانیستی چاپېريال رامنځته کړي.








