ایډي: 8398178
نېټه: د اکتوبر 7، 2024/دوتنه
ځای: شانګهای، چین
موده: ۴۲ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-07 16:54
وروستی سمون: 2024-10-07 16:57
بشپړ خبر
د برېښنايي تولید لپاره د چین په کور دننه جوړ شوي ۳۰۰ میګاواټه اف کلاس د لوړې کچې ګازو ټېکنالوژي توربین ازموینه د دوشنبې په ورځ په شانګهای کې ترسره شوه، چې دا د چین د ګاز توربین ټېکنالوژۍ په پرمختګ کې یوه بله مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
د تجهیزاتو د تولید په صنعت کې د ‘تاج ګوهر’ په نوم پېژندل شوی دغه توربین کولی شي په نړیواله کچه د لوړې تودوخې، لوړ فشار، او زنګ وهلو په څېر سختو شرایطو کې د اوږدې مودې لپاره په پرلپسې توګه کار وکړي، چې دا یې د برېښنا فابریکو لپاره اصلي تجهیزات ګرځولي دي.
د ۳۰۰ میګاواټه اف کلاس توربین پنځه لوی سیسټمونه او له ۵۰ زره څخه ډېرې برخې لري چې په چین کې د لوړ بریښنایي تولید او تخنیکي درجې سره په کور دننه جوړ شوی او د لوی کارېدونکي ګاز لومړی توربین بلل کېږي. دا نوې ټېکنالوژي به د چین د لوړو تجهیزاتو تولید صنعت کې مهم رول ولوبوي، او د انرژۍ د تولید په بهیر کې به موثریت او خوندیتوب زیات کړي.
دغه توربین تخنیکي مشخصات لري چې د مخښکو نړیوالو اف کلاس د لوړې کچې ګاز توربینونو سره سیالي کوي، څو د انرژۍ په برخه کې د دغه هېواد مخ په زیاتېدونکي ځواک او مهارتونو وړتیا هم نړیوالو ته په ډاګه کړي.