د چین د الکترونیکي معلوماتو تولید/جنوري اګست
ای ډي: 8398083
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اوویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-06 18:57
وروستی سمون: 2024-10-06 19:48
شمال ختیځ چین – 2024 (CCTV)
بشيړ خبر
د چين د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه هیواد د الکترونيکي معلوماتو د توليد سکتور د روان ۲۰۲۴ کال په لومړيو اتو مياشتو کې د توليد او عايداتو په برخه کې د پام وړ وده کړې ده.
د یادو ارقامو له مخې، د بریښنایي معلوماتو سکتور لویو شرکتونو په ۲۰۲۴ کال کې خپل صنعتي تولید د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۱۳.۱ سلنه زیات کړی دی.
خپاره شوي ارقام څرګندوي، چې د بریښنایي معلوماتو صنعت ۱.۰۱۵ میلیارده ګرځنده تلیفونونه تولید کړي چې له دې جملې ۷۵۱ میلیونه یې ځیرک یا سمارټ تلیفونونه دي، چې د تیر کال په پرتله یې تولید ۱۰.۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
د چين د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت دغه راز ویلي دي، چې د سترو شرکتونو ټول صادراتي ارزښت د تیر کال په پرتله ۱.۲ سلنه زیات شوی دی. په دې موده کې د لپ ټاپ صادراتو ۲ سلنه او د ځیرک تلیفون صادراتو بیا ۴.۶ سلنه وده کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، د بریښنایي معلوماتو تولید صنعت کې پانګه اچونه په لومړیو اتو میاشتو کې باثباته پاتې شوې ده، چې په دې سکتور کې د ثابتو شتمنیو پانګونه د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۱۴.۲ سلنه زیاته شوې ده.