د غزې تړانګه – روغتیا وضعیت
ای ډي: 8398038
نېټه: وروستۍ
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او نهه څلویښت ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-06 02:32
وروستی سمون: 2024-10-06 04:49
خان یونس، د غزې تړانګه – د سپټمبر 17، 2024 (CGTN)
بشپړ خبر
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د غزې روغتیایي سیسټم د اسراییلي پوځ د پرله پسې بریدونو او همدارنګه د اړتیا وړ توکو، درملو، تیلو او طبي کارمندانو کمښت له امله خورا زیانمن شوی دی.
په داسې حال کې چې په غزه کې د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د جګړې یو کال نن پوره کېږي، دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د فلسطین په خاوره کې تر شپږ سلنې زیات وګړي وژل او یا هم ټپیان شوي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د تیر ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په غزه کې پر روغتیایي خدماتو لږترلږه ۵۱۶ بریدونه شوي چې له کبله یې ۷۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو د غزې روغتیا وزارت سیمه ییز چارواکي بیا وايي، چې په روانه جګړه کې شاوخوا ۱۰۰۰ روغتیايي کارکوونکي کې وژل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د روانې جګړې له