جمعه, اپریل 24, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

زرګونو یمني وګړو د روانو بمباریو پر ضد لاریونونه کړي

STR NEWS by STR NEWS
اکتوبر 6, 2024
4 0
0
زرګونو یمني وګړو د روانو بمباریو پر ضد لاریونونه کړي
5
SHARES
21
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8397930.webm

 د یمن-اسرائیلو بریدونه/ریالی/غندنه

ای ډي: 8397930

نېټه: د اکتوبر 4، 2024

ځای: یمن

موده: یوه دقیقه او اودیرش ثانیې

سرچینه: (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-10-05 04:52

وروستی سمون: 2024-10-05 04:56

بشپړ خبر

په زرګونو یمني وګړو د پلازمینې صنعا په السبین څلورلارې کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو او په لبنان او غزې دواړو باندې د تازه بمباریو په پار لاریونونه کړي دي.

دوی د یمن په بندري ښار حدیده باندې د اسراییلو له بریدونو سره له غزې او لبنان سره د پراخ ملاتړ ټینګار وکړ.

یوه ګډونوال عبدالسلام عیاد وویل، چې موږ په غزه، لبنان، سوریه، عراق او یمن کې د اسراییلو د بریدونو، جنایتونو او قتل عام د غندلو لپاره راوتلي یو.

د محمد الحمزي په نامه یوه بل کس وویل، موږ نن د حسن نصرالله د وژنې په اعتراض کې راوتلي یو، چې د عربي، اسلامي او انساني موخو لپاره شهید ګڼل کېږي.

د نصرالله تر وژلو وروسته حوثي یاغیانو اعلان وکړ چې دوی پر اسرائیلو د پنځو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي. د دوی د پوځ ویاند ویلي چې دغو بریدونو په تل ابیب، ایلات او بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر کې پوځي ځایونه په نښه کړي چې د اسرائیلو یو له مهمو هوايي ډګرونو څخه ګڼل کیږي.

د راپورونو پر اساس ویل کیږي چې حوثیانو د یوې اونۍ په اوږدو کې د اتو بالستیک توغندیو او یوې کښتۍ سره د برېټانیا د تیلو دوه کښتۍ په نښه کړې دي. دغه راز د حوثیانو مشر پر اسراییلو د ایران د برید ملاتړ کړی او ادعا یې کړې چې دا برید د امریکا د دفاع او د اسراییلو د دفاعي سیستمونو په تېریدو بریالی شوي دي.

له دې سره هممهاله اسراییلو د یکشنبې په ورځ په یمن کې د حدیده او راس عیسی په ګډون د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې بندرونو باندې هوايي بریدونه وکړل، چې ملکي تلفاتو او زیربناوو ته د زیان رسولو لامل شول.

په صنعا کې روغتیايي چارواکو ویلي چې د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي یمني چارواکو د مړو او ژوبلو پخلی کړی او ویلي یې چې بریدونه به بشري وضعیت نور هم خراب کړي.

د اسراییلو بریدونو په حدیده کې ملکي تاسیساتو ته هم سخت زیان اړولی، په ځانګړي ډول د بریښنا سټیشن ته جدي زیان اوښتی.

سیمه ییزو چارواکو اندیښنه ښودلې او د نړیوال بشردوستانه قانون سره سم یې د ملکي ځایونو د ساتنې غوښتنه کړې.

دغه لاریونونه له یوه کال راهیسې په ۷۰ احتجاجي سیمو کې روان دي. د یمن پر بریدونو سربېره، ګډونوالو وویل چې لاریونونه د متحده ایالاتو او اسراییلو سره د هر ډول احتمالي مقابلې لپاره چمتو کولو په وخت کې د عامه تحرک او استخدام ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر په ۲۷ مه د بیروت په جنوبي څنډه باندې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله او د دې ډلې څو مهم غړي ووژل شول.

د نصرالله له مړینې وروسته د اسراییلو او لبنان ترمنځ حالات ترینګلي شوي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي
وروستی خبرونه

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي

اپریل 24, 2026
افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی
وروستی خبرونه

افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی

اپریل 24, 2026
نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده
وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

اپریل 24, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved