د چین د ګازو ساحه/تولید/چینګهای
ایډي: 8397833
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او شپاړلس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-04 09:20
وروستی سمون: 2024-10-04 13:35
چینګای ولایت، شمال لویدیز چین – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د تېلو او ګازو تر ټولو ستر توليدوونکي پيټرو چينا د چينګ های څانګې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د سيبي ګازو ساحې په ټوليزه توګه له سل میلياردو متر مکعب څخه زيات طبيعي ګاز توليد کړی دی.
د سیبي ګازو ساحه چې د قایدم حوزې په ختیځه برخه کې موقعیت لري د چین د انرژۍ او کاني زېرمو یو له مهمو مرکزونو څخه دی چې د ګازو تر ټولو لوړ تولید ځای بلل کېږي.
دغه مرکز له ۱۹۹۵ کال د ازمویښتي تولید د پیل کولو راهیسې، په پرله پسې توګه د ټېکنالوژیک پرمختګونو او اتوماتیک سیسټمونو په مټ خپل تولید لوړ کړی، چې د محصولاتو زیاتوالی یې په یو ثابت بهیر بدل کړی دی.
په تېرو ۱۵ پرلهپسې کلونو کې، د ګازو دغې ساحې په دوامداره توګه هر کال ۵ میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز تولید کړی، چې دغه ثابت کلنی تولید د چین په شماللوېدیځو او جنوب لوېدیځو سیمو او ولایتونو کې لکه ګانسو، چینګ های، نینګ شیا، او د تبت کورواکو سیمې ته د ګازو په برابرولو کې د پام وړ مرسته کړې ده.
ویل کېږي اوس مهال، د سيبي ګاز ساحه هره ورځ نږدې ۱۴ میليونه متر مکعب طبيعي ګاز توليدوي چې د ثبات او فعال توليد او د چين د انرژۍ د امنيت د ساتلو په برخه کې هم د پام وړ مرسته کوي.