جمعه, اپریل 24, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

شنونکي: سوریه به د منځني ختيځ د کړکېچ په جریان کې د اقتصادي او امنیتي ګواښونو سره مخ شي

STR NEWS by STR NEWS
اکتوبر 4, 2024
5 0
0
شنونکي: سوریه به د منځني ختيځ د کړکېچ په جریان کې د اقتصادي او امنیتي ګواښونو سره مخ شي
8
SHARES
29
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8397660.webm

ای‌ډي: 8397660

نېټه: د اکتوبر 2/سپتمبر 29/25، 2024

ځای: د سوریې جمهوریت

موده: دوه دقیقې او درویشت ثانیې

سرچینه: CCTV

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-10-03 21:42

وروستی سمون: 2024-10-03 22:55

بشپړ خبر

په سوریه کې یو شمېر شنونکي وايي، چې په منځني ختیځ کې به روان کړکېچ په سوریه کې د اقتصادي اغېزو او امنیتي ګواښونو لامل شي.

د اسراییلو لخوا د حزب الله د مشر سید حسن نصرالله وژل چې حزب الله یې په منځني ختیځ کې په یوه پوځي او سیاسي ځواک بدل کړی و د سوریې ولسمشر بشارالاسد ځواک هم کمزوری کړی دی.

وروسته له هغه چې د سپټمبر په ۲۷ مه د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسراییلو په هوايي برید کې د حزب الله د ډلې مشر حسن نصر الله ووژل شو. په دمشق کې بیرغونه نیم ځوړند شول او د نصرالله د مړینې په پار یې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.

په هغو سیمو کې چې د سوریې د حکومت تر کنټرول لاندې دي، ډېر خلک د مایوسۍ او خپګان احساس کوي. دوی په دې باور دي چې دوی یو مهم ملاتړی له لاسه ورکړی چې د کورنۍ جګړې او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د دوی تر څنګ ولاړ و.

د مشق یوه اوسېدونکی سوبي وویل، هغه تل د فلسطین د خلکو ملاتړ کاوه او د هغوی له مقاومت سره یې مرسته کوله. هېڅکله یې هغوی یوازې پرې نښودل او د خپل اتلانه دریځ له امله یې شهرت درلود. هغه  داسې سړی و چې تل به یې خپله خبره عملي کوله.

د دمشق یوې بلې اوسېدونکې صنعا وویل، موږ نه شو هېرولی چې هغه د سوریې د کړکېچ پر مهال زموږ ترڅنګ و. هغه وخت د لبنان او سوریې خلک یو موټی و او خپلې بریاوې مو یوځای نمانځلې،  د لبنان جنوب او فلسطین زموږ د مبارزې برخه ده.

د حزب الله مشر حسن نصرالله د خپل ګاونډي هېواد سوریې په وحشیانه جګړه کې د دې ډلې مشري کوله. د سوریې رسنیو د نصر الله ستاینه کړې، او خبرداری یې ورکړی چې د هغه وژنه به ټوله سیمه په اوږدو ناارامیو واړوي.

یو شمېر شنونکي وايي،که په لبنان کې جګړه دوام وکړي یا حزب الله د خپل مشر د وژلو په بدل کې سخت غچ واخلي، نو سوریه به په جدي توګه اغېزمنه شي.

د سوريې یوه سیاسي شنونکي محمد عمري یې په اړه وویل، په سوریه کې د اقتصادي ستونزو په څېر ډېرې ننګونې شته چې له امله یې دغه هېواد اوس مهال له اقتصادي بحران سره مخ ده، نوموړي وویل چې سوریې ته د کډوالو راتګ به د خوراکي توکو کمښت رامنځته کړي، او سوریه به په دې چوکاټ کې ډېرو سرچینو ته اړتیا ولري.

د ‌یادونې وړ ده، چې د سوریې پوځ په دې وروستیو کې ویلي و، چې د دوی پنځه سرتېري د اسراییلو په یوه هوايي برید کې چې د پولې سره نږدې یو پوځي ځای یې په نښه کړی و وژل شوي دي. دا سیمه د لبنان لخوا د سوریې جګړې ته د تېښتې لپاره کارول کېږي.

خو اسراییلو بیا ویلي، چې د لبنان او سوریې په پولو کې زېربناوې ځکه په نښه کوي، څو له سوریې څخه حزب الله ته د وسلو د لېږد مخه ونیسي.

په ورته مهال سوریې د خپل نازک کورني وضعیت له امله د جګړې په اړه خاموش سیاست ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، سوریه د اسراییلو د دښمنانو لپاره د پناه ځای په توګه لیدل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو له خوا پر دغه هېواد باندې څو ځله بریدونه شوي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي
وروستی خبرونه

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي

اپریل 24, 2026
افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی
وروستی خبرونه

افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی

اپریل 24, 2026
نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده
وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

اپریل 24, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved