د چین ملي ورځ / سفرونه
ایډي: 8397530
نېټه: د اکتوبر 1، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او ولس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-02 03:16
وروستی سمون: 2024-10-02 06:14
ویډيويي صحنې
بېجینګ، چین – د اکتوبر 1، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
په چین کې د اووه ورځنۍ ملي ورځې رخصتۍ په لومړۍ ورځ له ۳۳۱ میلیونو څخه زیات کورني سفرونه ترسره شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰.۹ سلنه زیاتوالی ښیي.
د دغو سفرونو دا شمېر هم د ۲۰۱۹ کال د ورته مودې په پرتله ۳۲.۸ سلنه لوړ شوی، چې د ټرانسپورټ فعالیت کې قوي پرمختګ منعکس کوي.
دغه راز د رېل پټلۍ ادارې هم په دغه ورځ په ټول هېواد کې د څه باندې ۲۱.۴ میلیونو مسافرینو د سفرونو د اداره کولو خبره کړې.
په ورته وخت کې د لویو لارو چارواکو هم ویلي، چې دوی د ۳۰۶ میلیونو مسافرینو سفرونه ثبت کړي چې د تېر کال په پرتله ۰.۳ او د ۲۰۱۹ کال په پرتله بیا ۳۳.۸ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د اوبو د ترانسپورت وزارت بیا ویلي، چې یاد ترانسپورت ۱.۰۹ میلیونه مسافر لېږدولي، چې دا د تېر کال په پرتله کابو ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي، خو د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۳۱.۶ سلنه کموالی په ګوته کوي.