د چین/اسرائیل – منځني ختیځ کړکېچ
ایډي: 8397540
نېټه: د اکتوبر 1/2، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او یولس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-02 04:39
وروستی سمون: 2024-10-02 06:52
بېجینګ، چین – د اکتوبر 2، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت یوه وياند ویلي، چین په منځني ختیځ کې د وروستیو ناکراریو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی چې د وضعیت په ثبات کې مرسته وکړي او د روان کړکېچ د لا خرابېدو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې ځمکني بریدونه پیل کړل چې وروسته ایران په جنوبي بیروت کې د جمعې د ورځې د اسراییلو د بریدونو په غچ کې چې د حزب الله مشر حسن نصرالله او یو شمېر نور کسان پکې ووژل شول په ځواب کې د چهارشنبې په سهار پر اسراییلو توغندیز بریدونه وکړل.
د چین د بهرنیو چارو دغه ویاند زیاته کړې، چې هېواد یې په منځني ختيځ کې د ګډوډۍ په اړه ژوره اندېښنه لري، او د لبنان له ملي حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د سرغړونې او له هغو ګامونو سره مخالفت کوي چې په وینا یې دښمنۍ ته لمن وهي او کړکېچونه زياتوي.
چين پر نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه پر سترو نفوذ لرونکو هېوادونو غږ کړی چې د روان وضعیت لپاره رغنده رول ولوبوي څو په منځني ختيځ کې د لا کړکېچ مخه ونیول شي.
نوموړي دغه راز وویل ، چين په دې باور دی چې په غزه کې اوږده جګړه په منځني ختيځ کې د ناکرارۍ د دې پړاو اصلي لامل دی او ټولې خواوې بايد د هراړخيز او دايمي اوربند لپاره کار وکړي.