د ایران پوځي عملیات
ای ډي: 8397423
نېټه: د اکتوبر 1، 2024
ځای: ایران
موده: یوه دقیقه او یوه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-01 18:21
وروستی سمون: 2024-10-01 20:22
تهران، ایران – د اکتوبر 1، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
په زرګونو ایراني اوسیدونکو د سه شنبې په ماښام د ایران په پلازمینه تهران او ګڼو نورو ښارونو کې پر اسرائیلو د توغندیو له برید وروسته د دغه هیواد د ملاتړ لپاره لاریون وکړ.
دوی د ایران په پلازمینه تهران کې د ایران، فلسطین او لبنان ملي بیرغونه نیولي وو او شعارونه یې ورکول.
زیات شمیر لاریون کوونکو ویل، چې د اسرائیلو پر پوځي تاسیساتو د توغندیو برید د ایران له خوا د خپل ځان د دفاع مشروع حق دی، چې موخه یې د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه او د حزب الله پخوانی مشر حسن نصرالله په ګډون د اسرائیلو له خوا د وژل شویو کسانو غچ اخیستل هم دي.
د اسراییلو پر ضد د ایران توغندیز برید د ملاتړ لپاره یو لاریون کوونکي علي وویل، اسرائیلو سږ کال ډیر جرمونه کړي، ډیری ښځې او ماشومان یې وژلي او ملکي وګړي یې بې ځایه کولو ته اړ کړي دي. که چیرې اسراییل د ایران د کړنو په وړاندې غبرګون وښيي، نو ایران به بیا ځواب ورکړي او په بشپړ ډول به اسراییل وځپي.
ځايي خلکو دا هم ویلي، چې امریکا د فلسطین او اسرائیلو د شخړې د اوسنۍ دورې له پیل راهیسې د اسرائیلو بشپړ ملاتړ کوي او اسرائیل په منځني ختیځ کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د امریکا لپاره اډه ګرځېدلې ده. دوی دغه راز زیاتوي چې متحده ایالات د سیمې وضعیت ګډوډوي او د اسراییلو د جنګي جنایتونو ملګری دی.
د احسان په نوم یوه اوسېدونکي وویل، متحده ایالات موږ ته دروغ وايي. دوی له ایران سره ژمنه کړې چې که ایران برید ونه کړي، په سیمه کې به سوله او اوربند رامنځته شي.
یو بل اوسیدونکی محمد رضا وویل، دا برید ښیي چې ایران کولای شي امریکا او اسراییلو ته په خپل ځواک سره کلک ځواب ورکړي
دوی وايي، دغه پوځي اقدام د اسرائیلو د یو لړ جنایتونو په وړاندې د ایران ځواب دی چې د فلسطین او لبنان له خلکو سره د ایران ملاتړ هم په ډاګه کوي.
دوی دا هم ویلي، چې که اسراییل یو ځل بیا د سیمې پر هېوادونو بریدونه وکړي، د ایران غبرګون به ورته حتمي وي.