تایلنډ – بس اورلګېدنه / د مړو شمېر
ایډي: 8397416
نېټه: د اکتوبر 1، 2024
ځای: تایلنډ
موده: ۳۸ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-01 13:55
وروستی سمون: 2024-10-01 13:59
بنکاک، تایلنډ – د اکتوبر 1، 2024 (CCTV)
بشپړ خبر
تایلنډي چارواکي وايي، د دغه هېواد د پلازمېنې بنکاک په څنډه کې د زده کړیالانو په یوه بس کې د اور لګېدو له امله تر ۲۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
د تایلنډ د لومړي وزیر مرستیال او د ترانسپورت وزیر ثریا جونګرینګکیټ ویلي، په دغه بس کې چې ۳۸ محصلین او شپږ استادان پکې سپاره وو، د سه شنبې په ورځ د شمالي اوتای تاني ولایت له یوه ښوونځي څخه د یوه علمي سفر پر مهال اور واخیست.
ښاغلي ثریا خبریالانو ته ویلي، چې له بس څخه ۱۹کسان ژغورل شوي او د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي.
له دې سره هممهاله د ټولنیزو رسنیو په یوه پوسټ کې لومړي وزیر پیتونګترن شیناواترا د ټپیانو او مړو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړ چې حکومت به د روغتیایي لګښتونو پوښښ وکړي او زیانمنو شویو کسانو ته به خساره جبران کړي.