لبنان-اسراییل/ځمکني بریدونه
ایډي: 8397398
نېټه: د اکتوبر 1، 2024/وروستی
ځای: لبنان
موده: یوه دقیقه او اتلس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-01 07:03
وروستی سمون: 2024-10-01 07:06
بېجینګ، چین – د اکتوبر 1، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د اسراییلو د دفاعي ځواکونو لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د اسراییلو پوځ د دوشنبې په شپه د لبنان په سویل سرحدي سیمه کې د حزب الله پر اهدافو محدود، محلي او هدفي ځمکني بریدونه پیل کړي دي.
په بیان کې راغلي چې د حزب الله هدفونه پولې ته څېرمه په کلیو کې موقعیت لري چې د اسراییلو شمال کې مېشتو ټولنو ته جدي خطر پېښوي.
په یاد بیان کې ویل شوي، اسراییلي ځواکونو د جنرال سټاف او شمالي قومندانۍ له خوا د ترتیب شوي پلان له مخې عملیات کړي او زیاتوي، چې اسراییلي پوځیانو په وروستیو میاشتو کې د دغه برید لپاره روزنه او بشپړ چمتووالی نیولی ده.
دغه راز ویل شوي، چې د اسراییلو هوايي ځواک او توپخانې هم له ځمکنیو ځواکونو سره د دقیقو بریدونو لپاره ملاتړ کوي.
په ورته مهال د سه شنبې په ورځ حزب الله درې بیانونه خپاره کړل او ویې ویل چې دوی د اسراییلو په شمالي سیمو کې د لبنان او اسراییل موقتي پولې ته نږدې د اسراییلي سرتېرو په وړاندې د بمباریو او راکټي بریدونو وروسته دوی د اسراییلو ځواکونو یو شمېر هدفونه په نښه کړي دي.
حزب الله دغه راز ویلي، چې دوی د دوشنبې په ورځ د اسراییلو نظامي اډو، د غونډو او مېشت ځایونو باندې د ۱۲ دورې بریدونو د ترسره کولو لپاره توغندي، راکټونه او بېلابېلې وسلې کارولې دي.