د چین دوستۍ مډال ترلاسه کوونکی/پېژندنه
ایډي: 8396972
نېټه: د سپتمبر 29، 2024/دوتنه
ځای: چین
موده: ۲۱ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-29 17:14
وروستی سمون: 2024-09-29 17:50
بېجینګ، چین – د سپتمبر 29، 2024 (CGTN)
بشپړ خبر
د نوي پرمختيايي بانک مشره او د برازيل پخوانۍ ولسمشرې دلما روسف ته نن د يکشنبې په ورځ د چین په پلازمېنه بېجينګ کې د چين د دوستۍ مډال د يو لړ رسمي مراسمو پر مهال ورکړل شو.
د دوستۍ مډال د بهرنيانو لپاره د چين تر ټولو لوړ دولتي مډال دی چې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د چين د سوسياليستي عصري کېدو د ملاتړ، د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا او د نړۍ د سولې په ساتلو کې يې د پام وړ هلې ځلې کړې وي.
دغه مډال د چين او نورې نړۍ ترمنځ د اوږدې مودې د دوستۍ سمبول هم بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۳ مه نېټه د چین ولسمشر شي جين پينګ د راتلونکې اکتوبر په لومړۍ نېټه د دغه هېواد د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت ۱۵ تنو ته د ملي مډالونو او ملي وياړونو د ورکولو فرمان لاسليک کړ.
د برازيل پخوانۍ ولسمشره دلما روسف د ۱۹۴۷م کال په دسمبر کې زېږېدلې. هغه یوه برازیلي اقتصادپوهه او سیاستواله ده چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د نوي پرمختيايي بانک مشره ده.
New Development Bank (NDB) یا نوی پرمختیایي بانک، مرکزي دفتر اوس مهال په شانګهای کې دی.
دغه بانک په ۲۰۱۵ کال کې د برېکس هېوادونو لخوا جوړ شوی، چې په نړۍ کې د نويو اقتصادي قوتونو استازيتوب کوي.