د چین-عرب / د فکر ټانک اتحاد کنفرانس
ایډي: 8396941
نېټه: د سپټمبر 27، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او یویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-28 07:07
وروستی سمون: 2024-09-28 07:11
شانګهای، چین – د سپتمبر 27، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين او عربي هېوادونو تر منځ د فکري مرکزونو د اتحاد لومړی کنفرانس په شانګهای کې تر سره شو چې د دغه هېواد او عربي ټولنو د لوړ کيفيت د پرمختګ، د لوړ معيار د پرانيستې همکارۍ او د فلسطين د مسئلې په اړه پکې بېلابېل بحثونه وشول.
د چین او عرب څېړنیز سازمان اتحاد چې د روان ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې رامنځته شوی لومړۍ غونډه یې د تېرې جمعې په ورځ په شانګهای کې جوړه شوه، چې پکې د چين څه باندې څلوېښتو فکري سازمانونو، د ۱۹ عربي هېوادونو، عربي ټولنې او په چين کې د ځينو عربي ډيپلوماټانو استازو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې عربي استازو د فلسطين په مسئله کې د چين د هڅو په شمول د سيمه ييزې سولې د ټينګښت لپاره د ټولو اړخونو د هڅو ستاينه وکړه.
د دغه کنفرانس په ترڅ کې، د چین او عربي هېوادونو کارپوهانو د سیمې د سولې د ساتلو او پرمختګ لپاره وړاندیزونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د فلسطین مسئله باید ژر تر ژره په عادلانه او تلپاتې توګه حل شي.