جمعه, اپریل 24, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

امریکا او متحدین یې له عراق څخه وځي

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 29, 2024
5 0
0
امریکا او متحدین یې له عراق څخه وځي
7
SHARES
27
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8396935.webm

عراق-امریکا/د ماموریت پای

ای‌ډي: 8396935

نېټه: د سپتمبر 28، 2024 / فایل

ځای: عراق متحده ایالات

موده: یوه دقیقه او لس ثانیې

سرچینه:  (CCTV)

محدودیتونه:  د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 28-09-2024 05:00

وروستی سمون: 2024-09-28 05:04

بېجینګ، چین – د سپتمبر 28، 2024 (CCTV)

بشپړ خبر

د متحده ایالاتو او عراق حکومتونو د جمعې په ورځ په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په عراق کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پرضد د امریکا په مشرۍ ایتلافي پوځي ماموریت چې یوه لسیزه وړاندې رامنځته شوی و د راتلونکي ۲۰۲۵م کال تر سپټمبر میاشتې به پای ته ورسېږي.

په یاده اعلامیه کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه خپره شوې پکې ویل شوي، چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پرضد به دوه اړخیزو امنیتي همکاریو ته په داسې طریقه وده ورکوي چې هم د عراقي ځواکونو ملاتړ وکړي او  هم پر داعش خپل فشار جاري وساتي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عراق  او امریکا لوړپوړي پوځي کمیسیون چې د دواړو هېوادونو له استازو څخه جوړ شوی دی، داسې پلانونه جوړوي چې د انتقالي دورې په جریان کې په عراق کې د موجودو ایتلافي سلاکارانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات وکړي.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې په ګاونډ سوریه کې د ایتلاف پوځي ماموریت چېرته چې داعش فعاله ده، د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر میاشتې پورې به دوام وکړي.

په بیان کې په دې اړه ډېر لږ معلومات ورکړل شوي چې د ماموریت پای ته رسېدو په پایله کې به څومره امریکایي سرتېري له عراق څخه ووځي.

په ورته مهال یوه جګپوړي امریکايي چارواکي د جمعې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال د خبریالانو سره په خبرو کې وویل: زه یوازې غواړم دومره ووایم چې دا وتل نه  بلکې دا د ځواکونو لېږد دی. دا د ایتلافي پوځي ماموریت څخه د متحده ایالاتو او عراق دوه اړخیزو امنیتي اړیکو پراخېدو ته یو لېږد دی.

د یادونې وړ ده چې متحده ایالات اوس مهال په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ پوځي پرسونل او په سوریه کې شاوخوا ۹۰۰ سرتېري لري. د دوی دنده د داعش وسله والو سره مبارزه او همدارنګه د محلي امنیتي ځواکونو روزنه او مشوره ورکول دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي
وروستی خبرونه

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي

اپریل 24, 2026
افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی
وروستی خبرونه

افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی

اپریل 24, 2026
نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده
وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

اپریل 24, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved