جمعه, اپریل 24, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د بیروت په سوېل کې د اسراییلو په تازه هوايي برید کې ۸ تنه وژل شوي

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 28, 2024
2 0
0
د بیروت په سوېل کې د اسراییلو په تازه هوايي برید کې ۸ تنه وژل شوي
4
SHARES
14
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8396827.webm

لبنان-اسراییل/بیروت/هوایي برید

ای‌ډي: 8396827

نېټه: د سپټمبر 27/24، 2024

ځای: لبنان

موده: یوه دقیقه او دوه ثانیې

سرچینه: (CCTV) او(CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-09-27 15:19

وروستی سمون: 2024-09-27 17:05

بیروت، لبنان – د سپتمبر 27، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

بشپړ خبر

د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي، د بیروت په جنوبي ښار داحیه باندې د اسراییلو په تازه خونړي هوايي برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت په وینا دغه برید د جمعې په ماسپښین د بیروت په جنوبي سیمه داحیه باندې شوی چې د چاودنې غږ یې تر ۱۰ کیلومترۍ لرې محسوس شوی، ویل کېږي دغه برید د کال تر ټولو خونړی برید و.

د چین د مېډیا ګروپ (CMG) خبریال سي ژیاونګ راپور ورکړی چې د بیروت د سویلي ښارګوټي پر وړاندې د اسراییلي الوتکو لخوا د ترسره شويو بریدونو لړۍ اووم ځل ته ورسېده. نوموړي زیاته کړې چې دا برید د بیروت په پلازمېنه کې تر ټولو لوی برید و. د راپور له مخې، په تېرو شپږو بریدونو کې حزب الله د خپلو دوه مشرانو، څو قوماندانانو، او ګڼو مهمو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

بلخوا د اسراییلو د دفاعي ځواکونو ویاند دانیل هجري دغه بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي چې دوی د حزب الله مرکزي سیمه  په نښه کړې وه، چې د هستوګنې تر ودانیو لاندې یې موقعیت درلود.

دغه سیمه د حزب الله د وسله والې ډلې مرکز هم بلل کېږي. دغه ویاند څرګنده نه کړه چې ایا د دې ډلې مشر حسن نصرالله یې د برید هدف و او که د برید پر مهال  هغه مهال هلته و.

دا هوايي بریدونه په بیروت کې وروسته له هغه وشول چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړه.

د نتانیاهو دفتر ویلي چې د اسراییلو لومړي وزیر د جمعې په ورځ له خپل هوټل څخه د هوايي برید اجازه ورکړه او پرېکړه یې وکړه چې ملګرو ملتونو ته د خپلې وینا وروسته له ټاکل شوي وخت څخه ډېر ژر اسراییل ته راستون شي.

د جمعې په ورځ د عمومي اسامبلې په جریان کې، نتانیاهو د لبنان سره په زیاتېدونکي شخړه کې سمدستي اوربند رد کړ. هغه د ایران له خوا د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې اسراییل د تهران له خوا تنظیم شوې شخړې له څو جبهو سره مخامخ دي.

اسراییلو د دوشنبې په ورځ په لبنان کې پراخ هوايي بریدونه پیل کړل چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر ټولو خونړي او لوی بریدونه بلل شوي دي.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې روانو بریدونو له کبله تر اوسه په دغه هېواد کې نږدې ۷۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې سره هممهاله د کډوالۍ نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د تېر  ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې، کله چې حزب الله د حماس په ملاتړ د اسراییلو په شمال کې جګړه پیل کړه، تر اوسه پورې له ۲۰۰۰۰۰ څخه ډېر خلک په لبنان کې بې ځایه شوي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي
وروستی خبرونه

نوري: افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د تاوتریخوالي دوام نه غواړي

اپریل 24, 2026
افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی
وروستی خبرونه

افغانستان او جاپان پر چاپېریالي همکاریو ټینګار کړی

اپریل 24, 2026
نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده
وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي د ازبکستان له نساجۍ فابریکې لیدنه کړې ده

اپریل 24, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved