چین-تجارت/توکي/خدمات
ایډي: 8396815
نېټه: د سپتمبر 27، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دیارلس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-27 07:17
وروستی سمون: 2024-09-27 08:38
چین – دقیق ځای او نېټه نامعلومه ده (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د روان ۲۰۲۴ کال په اګست مياشت کې د توکو او خدماتو په برخه کې د چين د نړيوالې سوداګرۍ ارزښت څه باندې څلور اعشاريه اته تریليون يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور سلنه زياتوالی په ګوته کوي.
د چین د بهرنیو اسعارو ادارې ویلي، د دغه هېواد د توکو او خدماتو صادرات روان کال ۳۲۲.۴ میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېدلي، پداسې حال کې چې واردات یې ۲۶۳.۵ میلیارد ډالر دي. له دې څخه جوتېږي چې دغه هېواد د وارداتو په پر تله روان کال صادرات ډېر کړي دي.
د رسمي راپورونو له مخې چې د تېرې جمعې پر ورځ خپاره شوي پکې راغلي، چې د چین د توکو صادراتي ارزښت څه د پاسه دوه اعشاريه اووه تريليون يوانو ته رسېدلی په داسې حال کې چې د وارداتو ارزښت يې په ټولیزه توګه يو اعشاريه پنځه تريليون يوانه دی.
د یادونې وړ ده چې د صادراتي خدماتو ارزښت یې هم سږکال ٢٣٠.٨ میليارده يوانه او د وارداتي خدماتو ارزښت نږدې ٣٨٣ میلياردو يوانه یاد شوی دی چې د ١٥٢.٢ میلياردو يوانو کسر يې رامنځته کړی دی.