ملګري ملتونه-چین/بنګله دیش
ای ډي: 8396625
نېټه: د سپتمبر 25، 2024
ځای: بېلابېل ځایونه
موده: ۵۵ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-26 20:29
وروستی سمون: 2024-09-26 20:53
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – د سپتمبر 25، 2024 (CCTV )
بشپړ خبر
د چين د بهرنیو چارو وزرات په یو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هیواد یو لوړ پوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د عمومي کلنۍ اسمبلۍ پر مهال د بنګله دېش د موقت حکومت له مشر محمد يونس سره کتلي.
د چين د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له ښاغلي خان سره د یادې کتنې پر مهال ویلي، چين چمتو دی چې له بنګله دېش سره د دوديزې دوستۍ د پرمخبيولو لپاره کار وکړي.
نوموړي دې ته په اشارې سره چې چين او بنګله دېش له عنعنوي دوستۍ څخه برخمن دي، پر دواړو خواوو غږ وکړ چې دا ډول دوستي پرمخ بوځي، سياسي متقابل باور قوي کړي او د کمربند او لارې د نوښت په چوکاټ کې خپلې همکارۍ پياوړې کړي او د روان پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.
وانګ يي يادونه وکړه چې چين غواړي له بنګله دېش سره د کرنې، د بې وزلۍ د کمولو او نوې انرژۍ په برخو کې د دغه هیواد د اړتياوو پر بنسټ لا زياتې همکارۍ وکړي. هغه د بنګله دیش د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د ملاتړ لپاره د حکومتدارۍ او اصلاحاتو په برخه کې د تجربو شریکولو په اهمیت هم ټینګار وکړ.
نوموړي دغه راز له دواړو هېوادونو وغوښتل چې د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتنې لپاره په نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو کې له يو بل سره نږدې کار وکړي.
بلخوا د بنګله دېش د لنډه مهاله حکومت مشر یونس خان هم وویل، چې هېواد يې چمتو دی چې د چين له تجربو زده کړه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه همکاري پراخه کړي.