ملګري ملتونه-سوله/ګوتریس
ای ډي: 8396548
نېټه: د سپتمبر 25، 2024
ځای: بېلابېل ځایونه
موده: یوه دقیقه او یولس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 26-09-2024 14:41
وروستی سمون: 2024-09-26 16:07
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – د سپتمبر 25، 2024 د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د امنیت شورا څخه غوښتې چې د نړیوال تاوتریخوالی د کمولو لپاره اغیزمن اقدامات وکړي، او ټینګار یې کړی چې سوله عمل ته اړتیا لري.
نوموړې دا څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د عمومي اسامبلې د ۷۹مې غونډې د عمومي بحث په مناسبت د “سولې لپاره د رهبرۍ” په اړه پرانیستې بحث ته په وینا کې کړې.
د ازاد بحث په ترڅ کې، د امنیت شورا د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو په اړه یوه اعلامیه هم خپره کړه.دې اعلامیې د ملګرو ملتونو په منشور کې شامل اصول یو ځل بیا تایید او د منشور سره سم د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو لپاره د ژمنې د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د امنيت شورا د نړيوالې سولې او امنيت د ټينګښت په برخه کې پر خپل لومړني مسووليت ټينګار وکړ، او ژمنه يې وکړه چې خپلې دندې به په اغېزمنه توګه سرته رسوي او په دې برخه کې به پرېکنده ګامونه پورته کوي.
ګوتیریش په دې کتنه کې وویل، اوسني پېچلي او ننګونکي نړیوال وضعیت، چې د جیو پولیټیکل اختلافاتو او بې باورۍ د زیاتوالي له امله رامنځته شوی چې له کبله یې نړیواله ټولنه په یوه ستونزمن حالت کې اچولې ده. هغه یادونه وکړه چې د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوال قانون څخه پرله پسې سرغړونې د جګړو د زیاتېدو لامل کېږي، او په پایله کې تر ټولو زیات زیان ملکي وګړي ګالي.
هغه ټینګار وکړ چې یوه متحده امنیتي شورا کولی شي په سوله باندې خورا اغیز وکړي، په داسې حال کې چې ویشل شوې شورا به ونه شي کولی چې د سولې لپاره کوم بدلون رامینځته کړي.
نوموړي زیاته کړه،کله چې د دې شورا په اجنډا کې تر ټولو سختو شخړو ته وګورو، سوله د یو ناشونی خوب په څیر ښکاري. خو زه په باور لرم که موږ خپلو اصولو ته غاړه کیږدو، سوله د لاسته راوړلو وړ ده.