چین-ایران/ ګډ تولید فلم/ پریمیر
ای ډي: 8396318
نېټه: د سپتمبر 22، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او نولس ثانیې
سرچینه: د ژیان نشراتي شرکت
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 24-09-2024 06:17
وروستی سمون: 2024-09-24 06:21
شمال لویدیز چین – د سپتمبر 22، 2024 (د ژیان نشراتي کارپوریشن) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چنګان شيان په نوم لومړی فلم چې د کمربند او لارې د نوښت په اړه چين او ايران دواړو په ګډه جوړ کړی د روانې اونۍ په پیل کې د چين په شمال لويديځ د شان شي ولايت په شي جيان ښار کې د ورېښمو د لارې په يوولسم نړيوال فلم فيستيوال کې نندارې ته وړاندې شو.
د دغه فلم ايراني ډايرکټر او پروډيوسر حسين خليفي د چين له مرکزي ټلوېزيون سره په مرکه کې د یاد فلم د جوړولو پر مهال د ننګونو او کلتوري تبادلې په پياوړتيا کې د فلم د بې ساري رول په اړه خبرې اترې کړې.
نوموړي د یاد فلم په اړه وویل، زما موخه دا ده چې د چين په اړه مستند او مثبتې کيسې بيان کړم او د چين غږ له نړۍ سره شريک کړم، نو هيله لرم چې په راتلونکي کې به په نړيواله کچه دغه فلم نندارې ته وړاندې شي، چې د ایران په شمول ډیر خلک به وکولی شي چې د اصلي چین په اړه زده کړه وکړي.
ویل کیږي، دا فلم د چین او اروپا د بار وړونکي ریل ګاډي د پس منظر په توګه د چانګان ماډل په کارولو سره د پولې هاخوا د مینې او دوستۍ کیسه وړاندې کوي، چې عصري او لرغوني چینایي عناصر سره یوځای کوي.
دغه فلم د خپلې کیسې د بیانولو لپاره انځورونه او ویډیويي صحنې کارولي، چې موخه یې د بېلابېلو کلتورونو سره نښلول او د ورېښمو د لارې په اوږدو کې د همکارۍ هڅول دي.
د سږ کال فستيوال د روانې اونۍ په پیل کې په شيان ښار کې پرانيستل شو چې د ورېښمو د لرغونې لارې په ختيځ کې پيل شوی چې پنځه ورځې به دوام وکړي.