د ملګرو ملتونو راتلونکې سرمشریزه/وانګ یی
ای ډي: 8396224
نېټه: د سپټمبر 23، 2024
ځای: بېلابېل ځایونه
موده: ۴۲ ثانیې
سرچینه: نامعلومه
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 23-09-2024 14:11
وروستی سمون: 2024-09-23 15:09
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – د سپتمبر 23، 2024 د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دوشنبې په ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د راتلونکې سرمشريزې غونډه پر مهال د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره د همکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ.
ښاغلي وانګ يي د خپلې وينا په ترڅ کې نړۍ د يوې لويې بيړۍ په توګه ياده کړه او ټينګار يې وکړ چې هيوادونه بايد يو موټی شي څو له راتلونکو ننګونو سره په ښه توګه مقابله وکړي.
نوموړي دغه راز وویل،چې ټول هیوادونه په ۱۹۰ کوچنیو کښتیو کې په جلا توګه سپاره نه دي، بلکې موږ ټول په یوه لویه کښتۍ کې یو چې زموږ ګډ برخلیک پکې تړلی دی. وړې کښتۍ ممکن د باد او څپو څخه ژوندي پاتې نشي، مګر یوه لویه کښتۍ دومره پیاوړې ده چې د طوفان د سمندرونو زړورتیا ولري. هغه ټینګار وکړ چې هېوادونه باید د پرمختګ فرصتونه شریک کړي او د ګډو ګټو لپاره له یو بل سره په ګډه کار وکړي
وانګ يي د چين د ولسمشر شي جين پينګ د ځانګړي استازي په توګه د سپتمبر میاشتې له ٢٢مې نېټې څخه تر ٢٨مې نېټې پورې د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمشريزې او د م م د ٧٩مې عمومي غونډې په عمومي بحث کې د ګډون لپاره په نيويارک کې دی.
دغه سرمشریزه غونډه چې د یکشنبې په ورځ پیل شوې، د نړۍ څه باندې ۱۳۰ مشرانو پکې ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې یادې سرمشریزې د راتلونکي لپاره یو تړون تصویب کړ او همدارنګه یې د نړیوال ډیجیټل تړون او د راتلونکي نسلونو په اړه چې بیلابیل موضوعات لکه سوله، امنیت، پایداره پراختیا، د اقلیم بدلون، ډیجیټل همکارۍ، بشري حقونه، د جنډر مساوات، ځوانان، راتلونکي نسلونه، او د نړیوالې حکومتولۍ اصلاح کول موضوعاتو پراخه لړۍ پوښلې وه پکې یوه اعالمیه هم ضمیمه شوه.