د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په کابل کې له تور زېړي ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چېکه څه هم اوسمهال د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د دې ناروغۍ د تشخیص او پیژندنې مراکز موجود دي او په اتو ولایتونو کې د درملنې خدمات تر سره کیږي، په نږدې راتلونکي کې به په لسو نورو ولایتونو کې د دې ناروغۍ د مرکزونو پرانیسته وکړي. نوموړي وویل، که څه هم په افغانستان کې د ژیړي ناروغۍ کچه د نورو هیوادونو په پرتله ټیټه ده؛ خو په خبره یې چې د اټکلونو له مخې په تېره لسېزه کې له سل زرو ډیر کسان په ژیړي اخته شوي دي. د هغه په خبره تېر کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ د شاوخوا ۱۵ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی، چې له دې جملې څخه ۱۲ زره د بي هیپاټیټیس ناروغان او ۱۳۰۰د سي هیپاټیټیس ناروغان ثبت شوي دي.