ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د امریکا له ځانګړو استازو سټیو وېټکوف او جېرډ کوشنر سره وګوري. دا لیدنه وروسته له هغې کېږي، چې د روسیې، امریکا او اوکراین ترمنځ دوهورځنۍ درېاړخیزې خبرې د چهارشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې پای ته ورسېدې. په دغو خبرو کې دواړو لورو د بندیانو پر پراخې تبادلې هوکړه کړې ده. دا له فبرورۍ میاشتې راهیسې د درېیو هېوادونو لومړنۍ ګډه غونډه وه. جېرډ کوشنر ویلي، له پوتین سره به د خبرو د پایلو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه بحث وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې دی او وېټکوف به له مسکو وروسته د ایرلنډ پلازمېنې ډوبلین ته ولاړ شي او له اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره به وګوري.








