د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، نن د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د روسيې فدراسیون د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک او مل پلاوي سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د دواړو لوريو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډې پانګونې او عملي همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي دي: “افغانستان د مهم جغرافیوي موقعیت او غني طبیعي سرچینو په درلودلو سره د اقتصادي ودې او ګډې پانګونې لپاره پراخ ظرفیتونه لري؛ له همدې امله روسي پانګه والو او شرکتونو ته د کانونو، نفتو او ګازو، انرژۍ، صنعت، کرنې، روغتیا، مخابراتو او زېربناوو په برخو کې د پانګونې بلنه ورکوو.”
ملا برادر اخوند د دواړو لوريو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د زیاتوالي په موخه د روسیې بازارونو ته د افغان صادراتو د اسانه لاسرسي موندلو، د ترانزیټي او ترانسپورټي لګښتونو کمولو او ګمرکي مراحلو په ساده کولو کې د روسیې فدراسیون همکاري مهمه بللې ده.
په کتنه کې روسیې ته د افغان کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول جلغوزیو، زعفرانو، انارو، انګورو او پومبې د صادراتو زیاتوالي او افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله روسي ویزو په ورکولو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه شوې ده.
دغه راز د روسیې د لومړي وزیر مرستیال، خوښي څرګنده کړې چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي چې مهمې یې د سراسري امنیت ثبات، د زېربنايي پروژو تطبیق، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او همدا ډول په مالي او بانکي برخو کې د منظمو اصلاحاتو راوستل دي.
الکسي اوورچوک ویلي چې د روسیې فدراسیون افغانستان خپل مهم سیمهییز شریک هېواد ګڼي او په همدې موخه په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول اقتصادي او سوداګریزو برخو د همکاریو پراختیا ته لېواله دی.
هغه زياته کړې چې په وروستیو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاته شوې او د لا پراختیا لپاره یې روسي لوری د افغان کرنیزو محصولاتو د لا زیات پېر ته چمتو دی.
د روسي پلاوي مشر څرګنده کړې چې روسیه په افغانستان کې د کانونو استخراج، برېښنا او درملو تولید، صنعت، زېربنا، کرنې، روغتیا او همداراز نورو برخو کې پانګونې او اقتصادي همکاریو ته چمتو ده.
د یادونې وړ ده چې د روسي پلاوي په ترکیب کې د بېلابېلو فدرالي وزارتونو او ادارو استازي، پانګه وال، سوداګر او صنعتکاران کابل ته راغلي چې شمېر یې ۱۳۰ ته رسېږي.








