د اړیکو مؤسسې په نوښت، د اندونیزیا سفارت، د افغانستان د کوچنیو پانګونو ټولنې او د افغانستان بانک په همکارۍ، په کابل ګرېنډ هوټل کې د اسلامي کوچنیو پانګونو د پراختیا په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د مالي بنسټونو استازو، دولتي چارواکو او نړیوالو شریکانو د اسلامي اصولو له مخې د مالي خدمتونو پر پراختیا، د اندونیزیا پر تجربو او په افغانستان کې د شته فرصتونو او ننګونو خبرې وکړې. ګډونوالو پانګې ته محدود لاسرسی، د نقدینې او تمویل کمښت، د تضمینونو ستونزې او د کوچنیو مالي خدمتونو دوامداره پراختیا د دې سکټور له مهمو ننګونو وبللې. د غونډې په پای کې د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ او د تجربو د تبادلې پر پیاوړتیا ټینګار وشو، څو په هېواد کې مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخ شي.








