د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه میاشتني راپور کې ویلي، چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر په بېساري ډول زیات شوی او ډېری بېرته ستنېدونکي د کار، سرپناه، قانوني اسنادو، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي. د راپور له مخې، د افغانستان د بشري خوندیتوب وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی او اوس مهال په هېواد کې شاوخوا ۳.۲۵ میلیونه کسان د کورنیو بېځایه شویو په توګه ژوند کوي. یو اېن اېچ سي آر زیاتوي، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او سپټمبر میاشتو ترمنځ نږدې ۱.۳ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي، چې ۵۷۳ زره یې له ایرانه او ۷۱۴ زره او ۳۰۰ نور یې له پاکستانه راستانه شوي دي.








