د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د «بانوان زرنج» په نوم د لاسي صنایعو او جامو د تولید کارخونې په درېیو کلونو کې پراختیا موندلې او اوس یې ۱۳۰ ښځو ته د کار او ۸۰۰ نجونو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړې ده. د کارخونې مسوولې سهیلا رسنیو ته ویلي، چې دغه مرکز یې درې کاله مخکې یوازې د خیاطۍ له پنځو ماشینونو او پنځو کارکوونکو سره جوړ کړی و. د نوموړې په وینا، اوس د کارخونې په تولیداتو کې افغاني ګنډ، لاسي اوبدل شوې غالۍ، په مرۍ ګنډل شوي کالي او ټیکري، بلوچي زیګپدان او نور لاسي صنایع شامل دي. د کارخونې فعالیتونه د غالۍ اوبدلو او نورو لاسي صنایعو برخو ته هم پراخ شوي دي.








