د ملي بس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس حافظ عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوی د تجربو ترلاسه کولو او تخنیکي بحثونو لپاره چین ته په رسمي سفر تللی دی. د یاد ریاست مسوولین وايي، د دغه سفر موخه د مېټرو، عصري ملي بسونو او چټکو بسونو (BRT) د پېرلو او واردولو په برخه کې له چینایي شرکتونو سره خبرې اترې، د تخنیکي امکاناتو ارزونه او د همکاریو هوکړو ته د زمینې برابرول دي. د مسوولینو په خبره تمه ده چې دغه سفر د هېواد د عامه ترانسپورټ د عصري کولو او پراختیا په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي.








