د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په اونخي دره کې د ناروې د (NCA) مؤسسې په همکارۍ د ۱۶ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ۸ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې ۵۴۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي. همدارنګه، د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت به یو کوچنی بند هم جوړ شي، چې د سیمې اوسېدونکو ته به د اوبو د مدیریت او زېرمه کولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.








