د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، په افغانستان کې د لومړنیو زدهکړو په عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زدهکړو بېبرخې دي. یونیسف له یونیسکو سره په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې د نفوس زیاتوالی، پر نجونو او ښځو ښوونیز محدودیتونه او د پانګونې کمښت د هېواد د ښوونیز نظام ستونزې لا زیاتې کړې دي. د راپور له مخې، افغانستان اوس هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې او ښځې پکې له لومړنیو زدهکړو پورته د رسمي زدهکړو له دوام څخه محرومې دي.








