بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د اوومې دورې محصلینو ته د «ا.ا.ا د بهرنۍ ډیپلوماسي» تر سرلیک لاندې وینا کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي په خپله وینا کې د ا.ا د بهرنۍ پالیسۍ پر اساسي اصولو، د ډیپلوماسۍ پر ارزښت او د ملي ګټو پر ساتنې ټینګار کړی او له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره یې د متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. نوموړي د ډیپلوماټانو پر مسلکي او اخلاقي ځانګړتیاوو هم خبرې کړې او د دې دورې محصلینو ته یې سپارښتنه کړې چې د زدهکړو، مطالعې او مسلکي وړتیاوو د لوړولو له لارې خپلې ډیپلوماټیکې وړتیاوې پیاوړې کړي.








