د میشیګان ایالت منتخب ډیموکرات سناتور عبدالرحمن السید د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې به یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه اسراییل ته د امریکا پوځي مرستې بندې شي؛ خو نوموړي پر دې سربېره د اسراییل لپاره د امریکايي وسلو د پلور د بشپړ درولو غوښتنه کړې ده. السید له ملي عامه راډیو (اېنپيار) سره په مرکه کې د ټرمپ د دې پرېکړې په اړه ویلي: «خراب ساعت هم په ورځ کې دوه ځله سم وخت ښيي؛ زما په اند، په دې موضوع کې ولسمشر رښتیا هم سمه خبره کړې ده.» نوموړي زیاته کړې، غواړي د هغو وسلو پلور هم ودرول شي چې د ده په وینا، په اسراییل کې د نسلوژنې او اپارتاید په ګډون د ناوړه کړنو لپاره کارول کېږي. السید ویلي، امریکا مسوولیت لري چې دا پیسې په خپل هېواد کې وساتي او د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره پرې پانګونه وکړي.







