په روسیه کې د ا.ا سفیر ګل حسن حسن وايي، له منځنۍ اسیا، چین او روسیې سره د اسلامي امارت تعامل او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې شوې دي او دغه هېوادونه له افغانستان سره د اقتصادي، روغتیايي او ښوونیزو همکاریو لېوالتیا لري. نوموړي په غزني کې د یوه جومات او ښوونیز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې، پرته له دې چې د کومو هېوادونو نومونه واخلي، ویلي چې ځینې هېوادونه د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته نږدې شوي دي. ګل حسن حسن زیاته کړې، چې له روسیې سربېره ځینې نور هېوادونه هم چمتو دي چې په لنډ وخت کې ا.ا په رسمیت وپېژني. د نوموړي په وینا، په نږدې راتلونکي کې به د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له دغه هېواد سره به اقتصادي راکړه ورکړه هم زیاته شي.








