په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) وايي، د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې د لومړي ځل لپاره ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی. د یوناما د خبرپاڼې له مخې، مېرمن فاطمې په دغه سفر کې له سیمهییزو چارواکو، د ښځو استازو، قومي مشرانو، سوداګرو، بېرته راستنو شویو کډوالو او د ملګرو ملتونو د ادارو له استازو سره لیدلي او د سیمې د اړتیاوو په اړه یې خبرې کړې دي. یوناما زیاتوي، رباب فاطمې په دې لیدنو کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.








