د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د سوداګرۍ او ګډو همکاریو پر پراختیا هوکړه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد له قزاقي چارواکو سره په لیدنه کې د درملو او طبي تجهیزاتو د معیاري سوداګرۍ، ګډې پانګونې او د تولیدي فابریکو او لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د سوداګریزو اسانتیاوو، د کیفیت د کنټرول او د متخصصینو د روزنې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د منظمو ناستو پر دوام هوکړه کړې ده. زاهد د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته افغانستان ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.








